انصار: (د کب 29مه)، د ۱۴۰۲ مالي کال یوازې یوه ورځ پاتې ده او ۱۴۰۳ مالي کال د پیلېدو په حال کې دی.
د طالبانو حکومت وایي چې د نړیوالو بندیزونو، اقلیم بدلون د اغېزو او وچکالۍ باوجود د افغانستان اقتصاد په ښه حالت کې دی او پرمثبت لوري روان دی.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب له کلید سره په خبرو کې ویلی، که څه هم نړیوال بنسټونه په خپلو راپورونو کې د افغانستان عیني واقعیتونو ته انعکاس نه ورکوي، خو په هېواد کې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې او د یو شمېر لویو او بنسټیزو پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
حبیب په اقتصادي برخه کې د پرمختګونو د بېلګې په توګه یو شمېر موارد داسې یادوي: «د بهرنیو اسعارو پروړاندې د افغانیو ثبات ساتل، د انفلاسیون د کچې راټیټول، د لومړنیو توکو د بیو، خوراکي موادو او تېلو د بیو کموالی، د صادراتو، وارداتو او ملي عوایدو د کچې لوړېدل، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د یو شمېر لویو اقتصادي پروژو پیلېدل یادولای شو.»
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سلګونو وړو پروژو د عملي کولو ترڅنګ، حکومت په خپله بودجه هم لسګونه پروژې عملي کړې او په خبره یې د راتلونکي کال په بودجه کې به د پراختیایي پروژو ونډه د روان کال په پرتله زیاته وي:
«د شاوخوا۴۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴۲ پروژې عملي شوې او ځینې یې لاهم تر کار لاندې دي چې په کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، دا ټولې پروژې له ملي عوایدو څخه تمویل شوې دي، نورې لویې پروژې د قوش تېپې کانال چې اوس هم په چټکۍ سره روانه ده او د قشقري بلاک د نفتو استخراج یادولای شو.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي، له خصوصي سکټور په ځانګړې توګه له صنعت څخه د حکومت ملاتړ د دې سبب شوی چې ګڼې هغه فابریکې چې پخوا د مختلفو ستونزو له کبله بندې وې، بېرته خپل کار پیل کړي او ترڅنګ یې ګڼې نوې فابریکې هم جوړې شوې دي.
نوموړی زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې تر ۶ زره او ۵۰۰ پورې فابریکې فعالیت کوي چې شاوخوا ۴۵۰ زره کسان په کې په کار بوخت دي: «یوازې افغانان نه دي چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه کوي، بلکې بهرني هېوادونه هم لېوالتیا لري چې راشي او دلته پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا او ایران ډېری پانګه وال چې موږ ورسره اړیکې لرو، لېوالتیا لري چې راشي او دلته کاروبار پیل کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي چې په سختو شرایطو کې د افغانستان اقتصاد په ښه توګه مدیریت شو او په خبره یې، که دا بندیزونه او ستونزې پر بل هېواد راغلې وای، له سختو ستونزو سره به مخ شوی و:
«اقتصادي نظام ښه نظام و او تر اوسه پورې یې ښه مدیریت کړ، عواید په رڼه توګه راټول او په رڼه توګه ولګول شول، د لومړي ځل لپاره د بهرنیانو له ملاتړ پرته ملي بودجه جوړه شوه، په ټول هېواد کې له ۴۵۰ څخه تر ۵سوو وړې او لویې پروژې عملي شوې او په ټول هېواد کې خلک د دغو پروژو له کیفیت څخه خوښ دي.»
دا په داسې حال کې ده چې لاهم د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره پانګه د امریکا له خوا په کنګل حالت کې ده او دغه راز پر بانکي او ځینو نورو سکټورونو هم بندیزونه پر خپل ځای دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/30667